د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ځوانو ډاکټرانو کاربندیز دوام لري


په ۲۰۱۸ کې په کوټه کې د ځوانو ډاکټرانو د احتجاج عکس
په ۲۰۱۸ کې په کوټه کې د ځوانو ډاکټرانو د احتجاج عکس

د بلوچستان په مرکز کوټه او نورو سیمو کې د ځوانو ډاکټرانو کاربندېز روان دی. دوی له تېرو دوو ورځو راهېسې او پي ډیز هم بندې کړي دي چې له وجې یې خلک د سختو ستونزو سره مخ دي.

د ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر رحیم خان د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د دوی د تحفظ له پاره هېڅ ‌ډول ګامونه نه پورته کوي چې له وجې یې دوی پر هړتال کولو مجبوره شوي دي.

نوموړي دړکه وکړه چې که حکومت د دوی غوښتنې و نه منلې نو دوی به په ایمرجنسي وارډونو کې هم کار بند کړي.

د کوټې په ګډون د بلوچستان په یو شمېر هسپتالونو کې ځوانو ډاکټرانو کاربندیز د اګست له لسمې پیل کړی دی.

خو بل پلو د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال ته وویل چې د ډاکټرانو هړتال غیر قانوني دی او حکومت ورسره هر وخت خبرو ته چمتو دی.

XS
SM
MD
LG