د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې څلور ستوریز هوټل کې له چاودنې پینځه تنه وژل شوي ۱۲ نور ژوبل


د کوټې په یوه څلور ستوریز هوټل کې له چاودنې پینځه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. ۲۰۲۱، ۲۱م اپرېل
د کوټې په یوه څلور ستوریز هوټل کې له چاودنې پینځه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. ۲۰۲۱، ۲۱م اپرېل

د بلوچستان په مرکز کوټه کې بېګا شپه د یوه څلور ستوریز هوټل (سېرینا) په پارکینګ کې له چاودنې د یوه پولیسوال په ګډون پینځه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

چاودنه پر داسې مهال شوې چې په پاکستان کې د چین سفیر د کوټې پر دوره وو او په همدې هوټل کې اوسېدلو خو د چاودنې پر وخت هغه په هوټل کې موجود نه وو.

له چاودنې په پارکینګ کې ولاړ تر لسو زیاتو موټرانو ته زیان اوښتی دی او ورسره جوخت د های کورټ او بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ ښیښې یې هم ماتې کړي دي.

بیړنیو ژغورندیانو مړه او ژوبل کسان د کوټې و لوی سیول روغتون ته وړي. د یاد هسپتال ویاند وسیم بیګ د پینځو کسانو د مرګ او د ۱۲ نورو د ژوبلېدو پخلی کړی دی.

د بلوچستان پولیسو مرستیال مشر اکرم اظهر هم له چاودنې وروسته رسنوالو ته ویلي چې چاودنه په کېمیاوي بم شوې ده خو دا لا نه ده مالومه چې څومره باروت پکې کارول شوي دي. نوموړي په دې پېښه کې یې یو پولیسوال هم وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا چې په چاودنه کې دوه اسسټنټ کمیشنران اعجاز احمد او بلال شبیر هم شامل دي څوک چې له لومړنۍ درملنې وروسته یې پوځي روغتون (سي ایم ایچ) ته لېږدولي دي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي پارلمانی غړې نصرالله زیری چې په سیول هسپتال کې یې د چاودنې ټپیانو سره لیدلي، له مشال راډیو سره د ژوبلو کسانو له خولې وايي چې د سېرینا هوټل پر لویه دروازه امنیتي ګامونه سم نه وو اخېستل شوي. د زخمیانو په وینا په هوټل کې دومره مهم کس (د چین سفیر) اوسېدلو خو دې ته په کتو امنیتي بندوبست سم نه وو نیول شوی.

​د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میر ضیاء لانګو هم بېګا شپه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی ته د امنیت له پلوه هېڅ خطر او نه هم څه دړکه وو. نوموړی ویلي د چاودنې پر وخت په هوټل کې هېڅ بهرنۍ وګړی نه وو بلکې د چین سفیر په چاوڼۍ کې موجود وو.

ضیا لانګو ویلي چې د چین له سفیر سره یې لیدلي هغه به په کوټه کې خپلې بوختیاوې او لیده کاته جاري ساتي.

که څه هم حکومت د پېښې د زمه وارۍ ګته هېڅ یوې ډلې ته نه ده نیولې خو پر ټولنیزو رسنیو راغلي یوه بیان کې تحریک طالبان پاکستان د پېښې مسولیت منلی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG