د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې په جلا جلا پېښو کې د تاڼېدار په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي

تازه شو

په کورمه کې پولیس د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه.
په کورمه کې پولیس د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه.

په کورمه کې په تېرو دوو ورځو کې په جلا جلا پېښو کې د پولیسو یو تاڼېدار او دوه ولسي وګړي وژل شوي او یو کس ژوبل دی.

د بره کورمې د پولیسو یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، پولیسو د اګست پر ۱۴مه سهار مهال په نستي کوټ کې په "ترهګرۍ او نورو پېښو کې د مطلوب" سړي عابد حسین، چې د تهران توري په نوم هم پېژندل کېږي، د نیولو لپاره د هغه پر کور چاپه ووهله.

دی وايي، د چاپې په غبرګون کې له کوره پر پولیسو ډزې وشوې چې پکې تاڼېدار قیصر حسین ووژل شو.

دویمه پېښه هم د اګست پر ۱۴مه په مليخېلو کې شوې ده. ځايي خلک وايي، هلته د وسلوالو یو شیعه وګړی شعیب حسین وویشت او سخت ټپي یې کړ. تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی چا او ولې ویشتلی دی.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۳مه په بوشهره (بوشارو هم بلل کېږي) د ځايي وګړي قدر ګل منګل جسد موندل شوی وو چې په مرمیو ویشتل شوی وو.

ځايي اوسېدونکي وايي، وسلوالو نوموړی د اګست پر ۱۲مه په ډنډر صحرا کې د مولا باغ سیمې د یو شپانه جسد تر موندل کېدو څو ساعته وروسته تښتولی وو او په بله ورځ یې مړی وموندل شو.

عیني شاهدان وايي، د شپون رجب علي پر مړي د تشدد نخښې نه لیدل کېدې او ډزې هم ورباندې نه وې شوې، خو له جسد سره یې نېږدې وینه پرته وه.

په سیمه کې تازه پېښو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۱مه د کورمې شیعه او سني مشرانو په پاړه چینار کې په جرګه کې پر امنیت بحث وکړ.

په هغه ناسته کې حکومتي او پوځي استازي هم شامل ول او پکې مشران د سیمې د امنیت ترڅنګ، د سولې د پخوانیو موافقو پر عملي کېدو هم وغږېدل.

د سیمې مشرانو د روان کال په جون کې د یو کال لپاره د اوربند موافقه کړې وه.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ اوسي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

په هغ ضلع کې دا ډول شخړې کله نا کله د فرقه ییز تاوتریخوالي شکل اخلي.

له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

د ۲۰۲۴ز کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

شیعه او سني مشرانو د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې د حکومت په مینځګړتوب په جرګه کې د سولې تړون وکړ او پکې یې د امنیت په موخه د وسلوالو ډلو پرضد د بې توپیره کاروایۍ، مورچو ړنګولو، د ضلعې د ټولو سړکونو او لارو خلاصولو، د ځمکو لانجو هوارولو او له ولسه د وسلو ټولولو پرېکړې وکړې.

په موافقه کې دا هم راغلي ول چې حکومت به په نومبر کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پر مهال په بګن کې د خلکو دوکانونو او کورونو سوځولو تاوان ورکوي.

البته هغه موافقه د دواړو خواوو ترمینځ د اختلافاتو او وروسته پر مال لېږدوونکو قافلو د نورو حملو له وجې ځنډېدلی وو.

د خیبر پښتونخوا حکومت په فبرورۍ کې پر مال لېږدوونکې قافلې تر برید وروسته د کوزې کورمې په بګن، ډډ کمر، اوچت، مندوریو او څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي) کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه وکړه چې ځايي وګړو یې سخت مخالفت وکړ او پرضد یې احتجاجونه هم وکړل. خو چارواکو وویل چې د وسلوالو د ختمولو لپاره عملیات اړین دي.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول. د هغو عملیاتو له کبله د سیمې لسګونه کورنیو نورو ځایونو ته کډې وکړې.

په ۲۰۰۸ز کال کې د فرقه ییز تاوتریخوالي په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.


  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG