د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په جلا جلا بریدونو کې د فرنټیېر کور ۳ عسکر وژل شوي، ۷ ژوبل


کوټه کې د فرنټیېر کور یو عسکر د ډیوټۍ پر مهال - د ارشیف انځور.
کوټه کې د فرنټیېر کور یو عسکر د ډیوټۍ پر مهال - د ارشیف انځور.

د کوټي پر سریاب سړک د مې پر ۱۰مه نېټه (نن) په یوه چاودنه کې د سرحدي ځواک د دوو عسکرو په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي. بل د بلوچستان په تربت او مارواړ کې پر سرحدي ځواک په بریدونو کې درې عسکر وژل شوي او پینځه ټپیان دي.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) په یو بیان کې ویلي چې د مې پر نهمه نېټه (پرون) د کوټې په مارګټ سیمه کې د "ناڅرګنده وسله والو" په برید کې درې سرحدي عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د ای اېس پي ار په وینا، بل برید د مې پر نهمه نېټه د ایران پولې ته څېرمه د بلوچستان صوبې د تربت ضلعې په شیربندي سیمه کې شوی چې د سرحدي عسکرو یو ګاډی پکې وسله والو په نښه کړی او څلور سرتېري یې ژوبل کړي دي.

تر اوسه د درېواړو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی خو په بلوچستان کې تر ډېره پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې مني چې په هغه صوبه کې د لا کورواکۍ لپاره جنګېږي.

د یادولو ده چې د مې پر څلورمه د بلوچستان په ږوب په مینځکۍ سیمه کې پر ډېورنډ کرښه پر اغزن تار غځوونکو د وسله والو په برید کې د فرنټیېر کور څلور عسکر ووژل شول او پینځه ټپیان شوي ول.

بل پلو، پر دا بله ورځ، د مې میاشتې پر پینځمه نېټه امنیتي سرچینو مشال راډيو ته ويلي چې د شمالي وزیرستان په رزمک کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ په نښته کې د یوه پوځي کیپټن په ګډون درې عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. په هغه پېښه کې وسله وال هم وژل شوي ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG