کاناډا کې پر یوې مسلمانې کورنۍ د برید ضد لاریون شوی
په کاناډا کې زرګونه خلکو د هغې مسلمانې کورنۍ په ملاتړ لاریون کړی چې د جون پر شپږمه یو ۲۰ کلن ځوان ورباندې ګاډی وخېژاوه او څلور کسان یې ووژل. په هغه حمله کې د کورنۍ یو ماشوم ژوبل شوی هم وو. د کاناډا وزیراعظم دا یو ترهګر برید بللی. د جون پر ۱۱مه لاریون ته د مسلمانانو ترڅنګ نور کاناډایان هم ورغلي ول. ټاکل شوې چې پولیس د برید په تور نیولی کس د جون پر ۱۴مه عدالت ته وړاندې کړي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د فېسبوک تبصرې