د اوبو کمښت پاکستان کې د قحطۍ لامل کېدای شي
پوهانو خبرداری ورکړی دی چې په پاکستان کې د اوبو کمښت د قحطۍ لامل کېدای شي. پاکستان چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنې ولاړ دی د اقلیم یا اب و هوا له بدلون سره مخامخ دی. د سیند صوبې په عمرکوټ کې د بارانونو نه کېدو له وجې په تېرو درو کلونو کې د فصلونو پیداوار ۸۰ فیصده کم شوی دی. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.