اياز خان وايي سندره يې ژوند دی
دا اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات يو پېژندلی سندرغاړی اياز خان دی. نوموړي اولنۍ سندره په ۱۹۹۸ز کال کې ويلې وه او تر هغې وروسته يې د پام وړ شمېر غزلونه، سندرې او ټپې ثبت او خپرې کړې دي. اياز خان وايي، خپل ټول وخت او انرژي يې د هنر زده کړې او د سندرو جوړولو ته ورکړي دي. نوموړی خوښ دی چې د سوات خلک يې د موسيقۍ محفلونو ته وربولي او له سندرو یې خوند اخلي. د اياز خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري ۲۷, ۲۰۲۵
سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري ۰۶, ۲۰۲۵
ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري ۳۰, ۲۰۲۵
خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی