شمالي افغان وايي ژر به خپلې نوې سندرې خپرې کړي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" مېلمه ځوان او پېژندلی سندرغاړی شمالي افغان دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي افغان زوی دی. افغان له خپل پلاره موسيقي زده کړې او ورسره يوځای په کاناډا کې اوسي. شمالي افغان په ورستيو کې پېښور ته تللی وو او هلته يې يوشمېر سندرې جوړې کړې دي. د ده په خبره، دا ځل يې د ولس خوښې ته کتلي او مستې سندرې يې ويلې دي. د نوموړي دا خبرې او سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري ۲۷, ۲۰۲۵
سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري ۰۶, ۲۰۲۵
ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري ۳۰, ۲۰۲۵
خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی