شېر افضل مروت وايي د افغانانو جبري ستنول د بشري حقونو سرغړونه ده
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د لکي مروتو استازی او د قانوني چارو پوه شېر افضل خان مروت وايي، د افغانانو د ایستلو پر موضوع یې د قانوني او بشري چارو له وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ سره خبرې کړې دي. نوموړي له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې مشال راډیو ته وویل، تارړ ته یې وویل چې د افغانانو جبري ستنول د بشري حقونو سرغړونه ده. دی وايي، په دې لړ کې د یوې منظمې تګلارې اړتیا ده او که د لویو کاروبارونو خاوندان د پاکستان شهریت ترلاسه کول غواړي نو باید حکومت ورته دا موقع ورکړي. مروت وايي، د افغانانو د جبري اخراج پر موضوع په قامي اسمبلۍ کې خبرې کوي. د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ اونۍ راهیسې د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو ایستلو ته دوام ورکړی دی او وايي چې دا کار یې د ملي امنیت په ګټه دی. مروت دا هم وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر د زنداني کېدو پرضد یې سپریم کورټ ته غوښتنلیک ورکړی دی. وزیر د ۲۰۲۴ز کال له اګست راهیسې د ریاست پرضد د ویناګانو، خلکو پارولو او له پولیسو د ټوپک اخیستو په ګډون په یوشمېر تورونو تورن دی او د سکر په زندان کې بندي دی. غورځنګ او د مروت په ګډون د وکیلان دا تورونه ردوي او مقدمې سیاسي بولي. مروت وايي، وزیر که "معافي وغواړي" نو خوشې به شي، خو هغه وايي د پښتنو د حق غوښتنې له مبارزې نه په شا کېږي. وزیر اکثر د پاکستان د ترهګرۍ په اړه د امنیتي ادارې (اېسټیبلېمشنټ) پر تګلارو نیوکې کوي او همدا یې په بیا بیا د زنداني کېدو یو مهم لامل بلل کېږي. مروت په مرکه کې د خپل سیاسي ژوند په اړه هم وغږېد او دعوه یې وکړه چې د تحریک انصاف ځینې مشران یې د ژبني توپیر پر اساس له ګونده ایستل غواړي. ده د چا نوم وانخیست خو و یې ویل چې د تحریک انصاف ځینې مشران د خپل بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان له زنداني کېدو راهیسې خپلو موخو ته د رسېدو او ګټو ترلاسه کولو لپاره په ګوند کې وېش زېږوي. د تحریک انصاف مشرتابه نوموړی د روان کال په فبرورۍ کې د ګوندي نظم سرغړونې پر اساس له پارټۍ وایست، خو مروت وايي لا یې له ګوند سره لارې بشپړې جدا شوې نه دي. بشپړه مرکه وګورئ.