د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن ملتان سلطانز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي


ملتان سلطانز لوبډله د وېکټې په اخیستو خوشالي کوي - د اپرېل ۱۶مې انځور.
ملتان سلطانز لوبډله د وېکټې په اخیستو خوشالي کوي - د اپرېل ۱۶مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو د سیالیو په لړ کې د ملتان سلطانز او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د ملتان په لوبغالي کې د اپرېل ۲۳مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، ملتان سلطانز لوبډلې لاهور قلندرز ته په ۳۳ منډو په ماتې ورکولو په سږني پي اېس اېل کې لومړۍ سیالي وګټله.

د ملتان په لوبغالي کې د اپرېل پر ۲۲مه د سیالۍ پچه ملتان سلطانز وګټله او د بیټېڼګ (توپوهنې) پرېکړه یې وکړه. هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو وېکټو په زیان ۲۲۸ منډې وکړې.

په ځواب کې د لاهور قلندرز لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۹۵ منډې وکړای شوې.

ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۲۴مه پېښور زلمي او لاهور قلندرز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې خپلې څلور واړه لوبې ګټلې دي او په اتو پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده. تر دې وروسته کراچۍ کېنګز له پينځو څخه د درو سیالیو په ګټلو شپږ شمېرې ترلاسه کړې دي او پر دویم مقام ده. لاهور قلندرز له څلورو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور شمېرې ترلاسه کړې دي او پر درېيم مقام ده.

پېښور زلمي له خپلو څلورو سیالیو یوه ګټلې، دوه پواینټه او نسبتاً ښه نېټ رن رېټ لري نو ځکه پر څلورم او کوټه ګلیډیېټرز لوبډله له درو څخه د يوې سیالۍ په ګټلو پینځم مقام ته رسېدلې ده.

ملتان سلطانز لوبډلې له څلورو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال پر وروستي مقام ده.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG