د لاسرسي ځای

تازه خبر

میا افتخار حسین وايي حکومت په پښتنو سیمو کې امن ته ژمن نه دی


میا افتخار حسین وايي حکومت په پښتنو سیمو کې امن ته ژمن نه دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:19:05 0:00

د عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین وايي، د هغوی ګوند د خپل یو مخکښ مشر مولانا خانزېب له وژل کېدو وروسته، د جولای پر ۲۶مه یوه جرګه په پام کې نیولې ده چې ورکې به په خیبر پښتونخوا صوبه کې د امنیت په اړه مهمې پرېکړې کېږي. نوموړي د جولای پر ۱۶مه په یوه ځانګړې مرکه کې مشال راډیو ته وویل، د عوامي نیشنل ګوند مشران وخت په وخت په نښه کېږي او ریاست خاموشه دی. هغه وايي، ریاست دې یا وژونکي ونیسي او یا دې هم ځان پړ وبولي. بل پلو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو وخت په وخت ویلي دي چې د ولسي خلکو ترڅنګ د سیاستوالو او قامي مشرانو ساتنې ته ژمن دي. د مشال راډیو خبریال له میا افتخار حسین سره مرکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG