لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل ۲۶مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر دې يوه ورځ وړاندې، کوټه ګلیډیېټرز کراچۍ کېنګز ته په پينځه منډو ماتې ورکړه.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل ۲۵مې سیالۍ کې کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې ۱۴۲ منډې وکړې او په ۲۰م اوور کې يې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
په ځواب کې د کراچۍ کېنګز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۳۷ منډې وکړې او لوبه يې وبايله.
د اپرېل پر ۲۷مه کوټه ګلیډیېټرز او پېښور زلمي د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې خپلې پینځه واړه لوبې ګټلې دي او په ۱۰ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده. تر دې وروسته کراچۍ کېنګز له شپږو څخه د درو سیالیو په ګټلو شپږ شمېرې ترلاسه کړې دي او پر دویم مقام ده.
لاهور قلندرز او پېښور زلمي له پینځو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور، څلور شمېرې ترلاسه کړې دي. خو د لاهور لوبډله د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا نېټ رن رېټ پر اساس پر درېيم مقام ده او پېښور زلمي پر څلورم ځای ده.
کوټه ګلیډیېټرز لوبډله له څلورو څخه د دوو سیاليو په ګټلو پر پینځم مقام ده.
ملتان سلطانز لوبډلې له پینځو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال پر وروستي مقام ده. د ملتان سلطانز لپاره اوس دا ډېره اړینه ده چې خپلې نورې سیالۍ وګټي چې د اتلولۍ بل پړاو ته لاره ومومي.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.