د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوشکي کې د تېلو په ټانکر کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان ژوبل شوي دي


په بلوچستان کې د تېلو په يو ټانکر کې تر چاودنې وروسته چارواکي او ژغورونکي عمليات کوي ـ انځور له ارشيفه
په بلوچستان کې د تېلو په يو ټانکر کې تر چاودنې وروسته چارواکي او ژغورونکي عمليات کوي ـ انځور له ارشيفه

چارواکي وايي، د بلوچستان په نوشکي ضلع کې د تېلو په ټانکر کې د چاودنې له امله له لږ تر لږه ۷۰ کسان ژوبل شوي دي.

ضلعي پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي دي چې د اپرېل پر ۲۸مه د ټرکونو په ډېپو کې د وېلډېنګ پر مهال د تېلو يو ټانکر اور واخيست چې سمدستي وروسته موټروان (ډرېور) د احتمالي خطر د مخنيوي لپاره هغه ټانکر هوارې سيمې ته ورساوه.

د پوليسو په وينا، پر دې مهال يوشمېر کسان راغونډ شول او کله چې د اور وژونکې ادارې کارکوونکي د ټانکر په اور وژنې بوخت ول نو د ټانکر ټانک (ټېنکۍ) وچاودېد او ګڼ کسان ژوبل شول.

تر دې وړاندې، د نوشکي انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) امجد حسين سومرو رسنيو ته ويلي ول چې د شارټ سرکټ له امله ټانکر اور واخيست او بيا وچاودېد.

چارواکي وايي چې د ټانکر ډرېور پر هغه ځای د زياتو ټپونو له امله ومړ او نور ژوبل کسان سمدستي د نوشکي ضلعي روغتون ته ورسول شول چې بيا وروسته ۳۷ زيات سوځېدلي کسان د کوټې ضلعي روغتون ته يووړل شول.

پر ټولنيزو شبکو يوشمېر کسانو په ټانکر کې د چاودنې ويډيو خپره کړې ده.

د کوټې روغتون چارواکو ويلي دي چې د ۸۰ سلنې سوځېدو له امله د ۱۰ ژوبلو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی. بلخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې چارواکي وايي چې ۲۰ جدي ژوبل کسان به د درملنې لپاره کراچۍ ته وړي.

د بلوچستان اعلاوزير سرفراز بګټي د اپرېل پر ۲۹مه د کوټې په سېول روغتون کې د ژوبلو کسانو د پوښتنې پر مهال وويل چې که اړتيا پېښه شوه نو حکومت چمتو دی چې جدي ناروغان په الوتکه کې کراچۍ کې منتقل کړي.

د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند ويلي دي چې په ژوبلو کې څلور پوليسان او د اور وژونکي ادارې کارکوونکي هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG