د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي د سوات مدرسې د پېښې مرکزي ملزمان یې نیولي دي


د چالیار مدرسې دوه ښوونکي قاري عمر او احسان الله د پولیسو په ولقه کې - د جولای ۲۹مې انځور
د چالیار مدرسې دوه ښوونکي قاري عمر او احسان الله د پولیسو په ولقه کې - د جولای ۲۹مې انځور

د سوات د خوازه خېلې د پولیسو مشر وايي د چالیار مدرسې د وژل شوي ماشوم پر مرګ تورن دوه مرکزي ملزمان یې نیولي دي.

ډي اېس پي شوکت علي د جولای پر ۲۸مه ناوخته د سوات خبریالانو ته وویل، د چالیار په مخزن العلوم مدرسه کې د وژل شوي ماشوم فرحان ایاز د وژنې په تور یې وار له مخې هم ګرفتارۍ کړې وې خو دوه مرکزي ملزمان قاري عمر او احسان الله چې پلار او زوی دي، مفرور وو اوس دوی نیولي دي.

نیول شوي دواړه ملزمان د جولای پر ۲۹مه د سوات یو عدالت ته وړاندې کړل شول. عدالت دواړه د دوه ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته وسپارل.

له خبریالانو سره د یادې قضیې د پلټنو د عملیاتو مشري کوونکي پولیس افسر او د فتح پور تاڼې مشر (اېس اېچ او) محمد ایاز هم خبرې وکړې. هغه وویل، "د دې کسانو نیول راته ځکه مهم وو چې په ټول ملک کې د مدرسې د دې پېښې خبر خپور شوی وو او د سوات خلکو پرې په ځانګړي ډول سخت احتجاج کړی وو."

د سوات د خوازه خېلې په چالیار کلي کې د مدرسې یو ماشوم فرحان ایاز د جولای پر ۲۱مه د تشدد له وجې وژل شوی وو. د سوات د پولیسو ویاند معین فیاض د جولای پر ۲۲مه ویلي وو، د ماشوم پلار محمد ایاز راپور درج کړی چې پکې نوموړی ادعا کوي چې پر زوی یې په مدرسه کې تشدد شوی دی.

وروسته د سوات د پولیسو یو مشر محمد عمر خان د جولای پر ۲۳مه یوې خبري غونډې ته وویل، د مدرسې دوه ښوونکې یې د ماشوم د وژلو او اووه نور پر زده کوونکو د تشدد او پر جرم د غلي پاتې کېدو پر اساس نیولي دي. دوی هغه مهال ویلي وو چې دوه نور کسان د ماشوم په وژنه تورن دي، خو لا نه دي نیول شوي او لټون یې روان دی.

اوس چې هغه دوه مرکزي ملزمان قاري عمر او احسان الله هم نیول شوي دي، د وژل شوي ماشوم تره صدر ایاز د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، د پولیسو له کاره خوښ دی او هیله لري چې نیولو شویو کسانو ته به سزا ورکړل شي. نوموړی وايي، "زه له خپلو عدالتونو او اعلا چارواکو نه یوه غوښتنه کوم او هغه دا چې نیولو شویو کسانو ته دې هماغسې سزا ورکړل شي لکه دوی چې زما وراره ته ورکړې وه. که اوس دوی ونیول شول او سبا عدالت پرېښودل نو دا خو به انصاف نه وي."

په خوازه خېله کې د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن یو ځايي مشر امتیاز خان د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د سوات خلکو د پېښې د مرکزي ملزمانو د نیولو لپاره مظاهرې کړې وې او دوی هم ورسره په هغه احتجاج کې شامل وو او اوس یې غوښتنه دا ده چې عدالت دې ملزمانو ته سزا ورکړي چې د بیا لپاره داسې پېښې تکرار نه شي. هغه وايي، "پولیس خپله کارکردګي وکړه او ملزمان یې ونیول، اوس عدالت له پکار دي چې د انصاف تقاضې پوره کړي."

نوموړی وايي په پاکستان کې له بده مرغه ملزمان ونیول شي خو بیا وروسته یې په عدالتونو کې ضمانت وشي.

تر دې وړاندې په سوات خوازه خېله کې ځايي خلکو هم د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کړې وه چې په یوه مدرسه کې د ماشوم د مبینه وژنې رڼې پلټنې دې وکړي.

د سوات د پولیسو یو مشر محمد عمر خان په وینا پولیسو د مخزن العلوم مدرسې د لټون پر مهال پر ماشومانو د تشدد اوزار هم ترلاسه کړي وو. هغه دا هم ویلي وو چې تر پېښې وروسته یې مدرسه تړلې ده.

په سوات کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې مدني فعالې ثمرین حکیم په وینا په مدرسو، سکولونو او کار ځایونو کې پر ماشومانو تشدد کول یو جرم دی. نوموړې د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي وو، د مور او پلار او کورنۍ مسوولیت هم دی چې د خپلو ماشومانو خیال وساتي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د مدرسو او سکولونو د استادانو لخوا پر ماشومانو د تشدد پېښې مخې ته راغلې دي.

د سوات په رحیم اباد کې د یو دارالعلوم مهتمم مولانا صدیق احمد د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د پاکستان د وفاق المدارس د حکم پر اساس په مدرسو کې پر ماشومانو تشدد کول منع دي او د تشدد کوونکي پر ضد قانوني کارروايي کېدای شي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG