د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانيه پولیسو ۸ کسان "د ترهګریزو جرمونو" په تور نيولي دي


برتانوي پولیس په لندن کې
برتانوي پولیس په لندن کې

د برتانیا پولیس وايي په دوو جلا عملياتو کې یې ۸ مشکوک کسان د ترهګرۍ په تړاو جرمونو کې نيولي دي چې ۷ یې ایرانیان دي.

د بریتانیا پولیسو د مې پر څلورمه رسنيوو ته په لېږلي بیان کې وويل چې په غربي لندن، مانچیسټر، سټاکپورټ، او سوینډن کې یې جلا جلا عمليات کړي دي. په لومړي عملياتو کې ۵ کسان نيول شوي چې د پولیسو په وينا ۴ یې ايرانيان دي. د بیان تر مخه، پر هغو کسانو تور دی چې د یوه ځانګړي ځای د هدف ګرځولو چل یې جوړ کړی وو.

پولیسو ويلي چې له ټولو نيولو شويو کسانو تحقیقات روان دي خو زياتوي چې دواړه عمليات د يو بل سره تړاوه نلري. تر اوسه د ايران حکومت د خپلو وګړيو په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG