د ایران بهرنيوو چارو وزير عباس غراقچي د مې پر پينځمه، اسلام اباد ته ورسېد.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د هغه تر رسېدو وروسته په يوه خبرپاڼه کې وويل چې عراقچي به له پاکستانيوو چارواکو سره د سیمه ییزو مسايلو په اړه خبرې وکړي. نوموړی به په دې سفر کې د پاکستان ولسمشر، وزيراعظم او بهرنيوو چارو له وزير سره ملاقاتونه کوي.
عراقچي په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی چې د پاکستان او هند ترمنځ ناندرۍ روانې دي. دا ناندرۍ تر هغه وروسته پيل شوې چې د اپريل پر ۲۲مه، وسله والو د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې په یوه برید کې ۲۶ ولسي وګړي ووژل، چې ډیری یې هندو سیلانیان ول. د هغې حملې ذمه واري د کشمير مقاومت په نوم یوې لږې پېژندل شوې وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې. هند وايي چې هغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي. خو پاکستان دا ردوي او وايي په دې اړه پلټنو ته تيار دی.
په پهلګام کې تر حملې وروسته، هند که څه هم له پاکستان سره د اوبو او تجارت ځينې معاهدې منسوخې کړې دي خو په رسمي ډول یې پر پاکستان د کوم برید کولو اعلان نه دی کړی. البته دا یې زیاته کړې چې د ترهګرو د ځپلو لپاره د اقداماتو حق لري. د نړۍ ګڼو مشرانو پر پاکستان او هند غږ کړی چې کشاله د خبرو له لارې حل کړي او جنګ دې نه کوي.