د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پکتیکا ګیان زلزله ځپلو ته کورونه ورکړل


په پکتیکا کې د یو این ایچ سي ار له لوري نوي جوړ شوي کورونه - انځور ۲۰۲۲م کال د ډېسېمبر ۱۲مه
په پکتیکا کې د یو این ایچ سي ار له لوري نوي جوړ شوي کورونه - انځور ۲۰۲۲م کال د ډېسېمبر ۱۲مه

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د ۷ عشاریه اته میلیونه ډالرو په لګښت زر بابه نوي کورونه جوړ او د هغوی په اختیار کې ورکړل شول.

زیانمنو کسانو د کورونو دا پروژه دوی لپاره ارزښتمنه او اړینه وبلله او ويې ویل، نږدې درې کاله یې په خیمو او نورو ورته ځایونو کې په ستونزو کې تېر کړې دي.

د ۲۰۲۲ز کال د جون په ۲۲مه د پکتیکا ولایت په برمل، ګیان او د خوست په سپیره ولسوالۍ کې یوې زلزلې ځايي خلکو ته د پراخو ځاني زیانونو په ګډون، زرګونه کورنه او ابادې هم نړولې وې.

د یاد کورونو او نورو تاسیساتو په جوړولو ټول ۷ عشاریه اته میلیونه ډالر لګښت شوی او د هر کور د جوړولو لګښت بیا ۵۸۰۰ امریکايي ډالر وو.

د زیانمنو له کورنیو ډاکټر عارف، چې نوموړي ته هم د نوي کور کیلې ورکړل شوې وویل دوی فکر نه کاوه، چې نړیواله ټولنه به په دې کیفیت ورته کورونه او د ژوند نورې اسانتیاوې برابرې کړي. "د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونونو د نړیوالې ادارې ډېره لویه مرسته راسره وشوه، موږ یې مننه کوو."

د ګیانې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی مومن وايي، دوی له زلزلې وروسته د بې کورۍ اوږدې ستونزې تیرې کړي او په دې موده کې د روغتیا، ښوونې روزنې او د ژوند په نورو برخو کې له ډېریو اسانتیاوو بې برخې وو. هغه وايي: "په دې کور باندې ډېر خوشاله یم ځکه چې دوه دوه نیم کاله مې په خېمه کې تېر کړي دي. موږ ته یې په دې لرې پرته ولسوالۍ کې پاخه کورونه جوړ کړل، زیاته مننه ترې کوو."

بل لوري ته د پکتیکا د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د یونسیار له دې مرستې مننه وکړه، خو ويې ویل، دوی د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو نه د بیرته راستنیدونکو لپاره ، څو ورځې مخکې د یو ښارګوټي پرانیسته کړې، خو یاد ښارګوټي کې د اوسیدونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کې د یونسیار برخه اخیستنه مهمه ده.

یاده دې وي، د ۲۰۲۲ز کال د جون په ۲۲مه د پکتیکا ولایت په برمل، ګیان او د خوست په سپیره ولسوالۍ کې یوې زورورې زلزلې ځايي خلکو ته پراخ ځاني او مالي تاوانونه واړول او زرګونه کورنه او ابادې يې نړولې وې.

سره لدې چې په هغه وخت کې یو شمېر نړیوالو بنسټونو زلزله ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړې، خو بیا هم په نږدې درو کلونو کې له زلزلې زیانمن د کور او سرپناه په ګډون د ژوند له ډېریو اسانتیاوو بې برخې وو، چې اوس يې دې نویو کورونو سره، راتلونکې لپاره د هوسا او پر نسبي اسانتیاوو سمبال ژوند ته هیلې غوړیدلې دي.

XS
SM
MD
LG