په خوست کې یوې کورنۍ په خپل لګښت د اوبو سربند جوړ کړی دی
د خوست په سړو اوبو سیمه کې یوې کورنۍ په خپل شخصي لګښت د اوبو یو سربند جوړ کړی چې په دې بند کې په کافي اندازه اوبه مهار او ذخیره شوې دي. سیمه وال وايي، د دې اوبو په مهارولو سره لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې ابادې شوې، د اوبو کچه ورسره لوړه شوې او دا سیمه په یوه شنه او تفریحي منطقه بدله شوې ده. د سړو اوبو سیمې اوسیدونکي غوښتنه کوي چې نړیوالې موسسې او اړوندې ادارې دې دا ډول بندونه د خوست په نورو سیمو کې هم جوړ کړي. نور حال په دې راپور کې: