د لاسرسي ځای

تازه خبر

خضدار کې ۴ لېويز سرتېري وژل شوي دي


د بلوچستان په زيارت کې په ماين چاودنه کې د وژل شويو لېويز سرتېرو مړي په يخچال کې اېښوول کېږي ـ انځور له ارشيفه
د بلوچستان په زيارت کې په ماين چاودنه کې د وژل شويو لېويز سرتېرو مړي په يخچال کې اېښوول کېږي ـ انځور له ارشيفه

د بلوچستان په بلوڅ مېشته خضدار ضلع کې د لېويز پر امنيتي پوسته په وسلوال بريد کې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند د مې پر ۱۷مه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې دا بريد د مې پر ۱۶مه شپې مهال وشو.

د دغه تازه بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې، خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر امنيتي ځواکونو د دا ډول زياتره بريدونو مسوليت بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلی دی.

په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اپرېل پر ۲۵مه د بلوچستان په مرکز کوټه کې په يوه چاودنه کې د اېف سي ځواک څلور سرتېري وژل شوي او درې ژوبل شوي ول، چې مسوليت يې بلوڅ بېلتوپالې ډلې "بلوڅ لېبرېشن ارمي يا بي اېل اې" منلی وو.

تر هغه وړاندې، د اپرېل پر ۲۳مه د بلوچستان په مستونګ کې د ګوزڼ د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې د لېویز ځواک دوه سرتېري ووژل شول. ضلعي انتظامیې تر هغې پېښې وروسته په سیمه کې د پولیو کیمپېن وځنډاوه.

تر دې مخکې د اپرېل پر ۱۵مه په مستونګ کې په بمي چاودنه کې درې پولیس ووژل او لږ تر لږه ۱۶ ژوبل شول. داراز، د روانې میاشت پر نهمه د کوټې پر سریاب سړک په وسلوال برید کې درې پولیس ووژل او یو ژوبل شو.

د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا ټینګار کوي د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG