د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسلوال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر په ۱۱مه رسنیو ته په استولي یو بیان کې ویلي دي چې دا عملیات د سېپټېمبر پر نهمه او ۱۰مه په مومندو، شمالي وزیرستان او بنو کې ترسره شوي دي.
د بیان له مخې د پاکستان پوځ د مومندو په ګلونو سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۱۴ وسلوال وژلي دي. پوځ وايي د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې یې څلور او په بنو کې یو وسلوال په عملیاتو کې وژلی دی. پوځ د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
پوځ په دې وروستیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي کسان "خوارج او د هند لاس پوڅي" بولي. خو بل پلو د هند حکومت په وار وار د پاکستان تورونه رد کړي دي.
د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم په قبایلي او ورڅېرمه پرتو نږدې سیمو کې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستان د پوځ د ادعاوو سپیناوی نه شي کولی او کومې وسلوالې ډلې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د قبایلي ضلعو خلکو وخت په وخت د احتجاجونو او پرلتونو له لارې د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ کړی دی چې د عملیاتو پر مهال دې د ولسي خلکو د سر او مال خوندیتوب ته پام وکړي.
د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د پاکستان مرکزي حکومت هم وايي چې د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.