د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميرلي کې په ډرون بريد کې د ماشومانو د وژنې خلاف احتجاجونه شوي دي


ميرلي کې په ډرون بريد کې د ماشومانو د وژنې خلاف احتجاجونه شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

د شمالي وزيرستان په میرلي کې ځايي ولس په ډرون برید کې د څلورو ماشومانو تر وژل کېدو وروسته احتجاجي پرلت پیل کړی دی. د پرلت مشرانو د مې پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د یوه کور څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم ژوبل شول. پرلتوالو د مې له ۱۹مې راهیسې د وژلو شویو ماشومانو جسدونه په هرمز سیمه کې د احتجاج په ډول اېښي دي او وايي چې تر هغو به یې خاورو ته نه سپاري، تر څو حکومت او پوځ "پوخ ډاډ" نه وي ورکړی چې د عملیاتو پر مهال به د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي. بلخوا په اسلام اباد کې هم د هغې پېښې پرضد احتجاج شوی دی. په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط دعوه کړې چې یاده مرګژوبله د وسلوالو له خوا د توغندیو په برید کې رامينځ ته شوې ده. ويډيو رپورټ

XS
SM
MD
LG