د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن کوټه ګلېډيېټرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي


د کوټه ګلېډيېټرز لوبغاړی د پېښور زلمي لوبډلې خلاف توپ وهي ـ انځور له ارشيفه
د کوټه ګلېډيېټرز لوبغاړی د پېښور زلمي لوبډلې خلاف توپ وهي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مې پر ۲۱مه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نيمو او د کابل پر شپږو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وروسته، د مې پر ۲۲مه لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۲۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG