د خيبر ولس وايي د نجونو په سکولونو کې ښوونکي نه لري
د خيبر پښتونخوا د خيبر ځايي ولس وايي چې په هغه ضلع کې د نجونو لسګونه ښوونځي د ښوونکو او عملې د نه شتوالي له امله تړل شوي دي. د سکولونو زده کوونکې او ځايي وګړي وايي، که هغو ښوونځيو ته پر وخت عمله ور نه کړل شوه، نو د سيمې نجونې به له زدکړو محرومه شي. د خیبر ضلعې د تعليم ادارې چارواکي دا مني چې هلته د ښوونکو کمی دی، خو زياته کړې يې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو له تعليمي ادارې یونیسېف سره په تماس کې دي او هيله يې څرګنده کړې ده چې د هغوی په مرسته به يو ځل بيا ښځينه ښوونکي وګوماري او ښوونځي به فعال شي.