د بلوچستان کلیوالې سیمې ولې روغتيايي ستونزې لري؟
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې ژوب اوسېدونکې شازیه خپلواک يوه له هغو ډاکټرانو ده چې د بلوچستان کلیوالو او غريیزو سیمو ته ځي او هلته ښځو ته د امیندوارۍ او له هغه سره اړوند نورو ناروغیو په اړه پوهاوی ورکوي او درملنه يې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان کليوالې سيمې لا هم له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخامخ دي او يوشمېر حامله ښځې د ناروغیو د مخنیوي او د ماشوم د ښه ساتنې په اړه پوهاوی نه لري. ويډيويي راپور.