د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چين، پاکستان او افغان طالبانو پر توافق سربېره سیمه ییز تجارت ولې کمرنګه دی؟



د چين، پاکستان او افغان طالبانو پر توافق سربېره سیمه ییز تجارت ولې کمرنګه دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

د چين، پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت يو ځل بیا د تجارت، اقتصادي پرمختيا او امنيت په اړه د اړيکو زیاتولو ژمنې کړې دي. دا درې اړخیزې خبرې په داسې حال کې شوي چې پاکستان پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې د تحريک طالبان پاکستان وسلوالو پر فعاليت سترګې پټوي. طالبان دا نه مني او پاکستان تورنوي چې د داعش وسلوال له هغه ځايه پر افغانستان بریدونه پلانوي. د بیجينګ په غونډه کې د سیمه ييزې سوداګرۍ ژمنې په داسې وخت کې شوي چې پاکستان پر افغان مالونو ټېکسونه زیات کړي او پر تجارتي لارو یې د وېزې او پاسپورټ شرايط عملي کړي دي. بشيرګواښ په دې اړه د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور.

XS
SM
MD
LG