د ټولنې پر سختدريځۍ سربېره د کراچۍ هنرمندان هنر ژوندی ساتل غواړي
په کراچۍ کې د هنري مېلې پر وخت هنرمندانو ويلي دي چې په پاکستان کې ډېر خلک موسیقي اورېدل او فلمونو کتل خوښوي، خو نه غواړي چې پخپله یا یې اولادونه هنرمندان شي. د ټولنې پر خنډونو سربېره ځينې هلکان او نجونې پر سټېج د ډرامو او سندرو ويلو هنر ژوندی ساتل غواړي. دوی وايي خلک به کرار کرار پوه شي چې موسیقي، فلم، شاعري، ليکوالي، فلم او ډرامه د ټولنې ضرورت او د کلتور لويه برخه ده نو ځکه یې بايد پر ضد دښمني و نه شي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.