د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له بنګلادېشه د ۲۰ اووره کرکټ لوبلړۍ وګټله


د پاکستان لوبډلمشر سلمان اغا بنګلادېشي لوبغاړو ته لاس ورکوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان لوبډلمشر سلمان اغا بنګلادېشي لوبغاړو ته لاس ورکوي ـ انځور له ارشيفه

پاکستان بنګلادېش ته د کرکټ په دويمه ۲۰ اووره لوبه کې په ماتې ورکولو سره د درو سياليو لوبلړۍ ګټلې ده.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مې پر ۳۰مه شوې سیالۍ کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د اووه لوبغاړو په زيان ۲۰۱ منډې وکړې.

په ځواب کې د بنګلادېش ټول لوبغاړي د ۱۹ اوورونو تر لوبولو وروسته وسوځېدل او ۱۴۴ منډې يې وکړې.

تر دې وړاندې، د مې پر ۲۸مه هم پاکستان بنګلادېش ته په لومړۍ ۲۰ اووره لوبه کې په ۳۷ منډو ماتې ورکړې وه.

دواړې لوبډلې به د ۲۰ اووره لوبلړۍ درېيمه او وروستۍ سيالي د جون پر لومړۍ نېټه په لاهور کې کوي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې، د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو سیالۍ تر سره شوې چې پايلوبه يې د مې پر ۲۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه.

په هغه سيالۍ کې لاهور قلندرز کوټه ګلېډيېټرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سياليو اتله شوه.

XS
SM
MD
LG