د بنګلادیش سپریم کورټ د جون پر لومړۍ نېټه په هغه هيواد کې د جماعت اسلامي ګوند رجسټرېشن بیرته بحال کړی او اجازه یې ورکړې چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
د هغه هیواد سترې محکمې د جماعت اسلامي د راجسټریشن لغوه کول غیر قانوني وګرځول او اجازه یې ورکړه چې په رسمي ډول د ټاکنو کمیسیون سره د سیاسي ګوند په توګه رجستر شي.
د انتخاباتي کمیسیون وکیل توحید الاسلام فرانس پریس اژانس ته وویل: "د ټاکنو کمیسیون ته لارښوونه شوې چې د قانون سره سم د دې ګوند راجسټریشن وکړي."
د جماعت اسلامي ګوند وکیل، ششیر منیر وویل، د سترې محکمې دا پریکړه به د ۱۷۰ ملیونو مسلمانانو په هیواد کې "ډیموکراټیک، ټول شموله او ګڼ ګوندیز نظام بشپړیدو" ته اجازه ورکړي.
پر جماعت اسلامي بندیز په ۲۰۱۳م کال کې لګول شوی وو. یاد ګوند له هغه وروسته سپریم کورټ ته خواست وکړ چې کله د ۲۰۲۴م کال په اګست کې د شېخ حسینه حکومت ړنګ کړل شو.
د هغه حکومت تر نسکورېدو وروسته د نوبېل جایزې ګټونکي محمد یونس د بنګلادېش د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی وو.