د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین د روسیې او کرایمیا ترمینځ د مهم پل نړولو ادعا کړې ده


اوکراین د روسیې او کرایمیا ترمینځ د مهم پل نړولو ادعا کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00

د اوکراین د امنیتي خدمتونو ادارې (اېس بي یو) د جون پر درېیمه د هغه پل د نړولو ادعا وکړه چې د روسیې نورې برخې له اوکراینه اشغال شوې سیمه کرایمیا سره تړي. اوکراین وايي د کرچ په نوم د دې مهم پل بنیادونو ته د زیان رسولو لپاره یې ۱۱۰۰ کېلوګرامه چاودېدونکي مواد کارولې دي. خو بل پلو روسي سرچیني وايي چې په کرچ تنګي کې یې له څو ساعتونو ځنډ وروسته د ګاډو تګ راتګ بیرته بحاله کړی دی. کرایمیا چې د اوکراین یوه برخه وه، روسیې په ۲۰۱۴ز کال کې په غیرقانوني ډول له ځانه سره وتړله. د کرچ پل له لارې روسیه کرایمیا ته اکمالات کوي او د پل نړېدل دوی له اوکراین سره په جنګ کې له ننګونو سره مخامخ کولی شي. نور تفصیل د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې په دې ویډیويي راپور کې:

XS
SM
MD
LG