د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان های کورټ د قامي اسمبلۍ د ۲۵۱مې حلقې نتیجه وځنډوله


د پاکستان د قامي اسمبلۍ ودانۍ - انځور له ارشیفه
د پاکستان د قامي اسمبلۍ ودانۍ - انځور له ارشیفه

د بلوچستان های کورټ د درغلیو د تورونو پلټنو لپاره جوړې جرګګۍ یا ټرېبیونل د قامي اسمبلۍ د بلوچستان صوبې د ۲۵۱مې حلقې د نتایجو په اړه پرېکړه د جون تر ۱۱مې نېټې پورې وځنډوله.

دا له هغې وروسته ده چې د جون پر درېیمه د یادې حلقې د ټاکنو په ۲۲ مرکزونو کې د استعمال شویو رایو دوباره شمېرنه وشوه. له دې حلقې د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د خوشال خان کاکړ او د جمیعت علمای اسلام (ف) د مولوي سمیع الدین ترمینځ مقابله وه.

د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ د اتمې نېټې په انتخاباتو کې د سرکاري پایلو له مخې مولوي سمیع الدین په اېن اې ۲۵۱ حلقه باندې ترسره شوي انتخابات ګټلي ول. خو هغه مهال خوشال خان کاکړ په هغو نتایجو اعتراض لرلو.

وروسته د بلوچستان های کورټ د ۲۰۲۵ز کال د مې پر ۲۲مه امر وکړ چې د اېن اې ۲۵۱ حلقې په ۲۲ انتخاباتي مرکزونو کې دې دوباره رایې وشمېرل شي.

د جون په درېیمه په ټاکلو ۲۲ ټاکنیزو مرکزونو کې د رایو له دوباره شمېرلو وروسته د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ په ژوب کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل چې په یاده حلقه ده انتخابات ګټلي دي. "په فارم ۴۵ کې زموږ رایې ۴۴۹۰ وې خو دوی د تېر ځل رایو شمېرلو پر مهال دا ۲۷۰۰ حساب کړې وې، زموږ رایې یې غورځولې وې."

خو د درېیم جون د دوباره رایه شمېرنې په اړه جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند نیوکې لري. د یاد ګوند د ژوب سیمې امیر مولوي محمد سرور مشال راډیو ته وویل چې دوباره شمېرنې د هغوی د کاندید په غیر موجودګۍ کې ترسره شوې دي نو ځکه یې نه مني: "موږ یې نه منو ځکه چې د رایو د دوباره شمېرلو پر مهال زموږ نماینده هورې نه وو موجود. دویم اعتراض مو دا دی چې دوی باطلې رایې شمېرلې دي او درېیمه دا چې د رایو صندوقونه د خوشال خان په قبضه کې ول."

بل پلو، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند که څه هم د جمیعت علمای اسلام (ف) د تازه نیوکو په اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي خو د هغوی د ګوند یو مخکښ رضا محمد رضا وايي چې دا څوکۍ له اوله خوشال خان کاکړ ګټلې وه او د جون په درېیمه د رایو دوباره شمېرلو هم دا ثابته کړه چې نوموړی بریالی دی.

خو د جون تر څلورمې الیکشن کمېشن د خوشال خان کاکړ د بریا سرکاري اعلان نه دی کړی او په همدې ورځ د انتخاباتي مرکز د رایو ګڼلو مسوول (ریټرننګ افسر) د اېن اې ۲۵۱ حلقې د دوباره شمېرل شویو رایو راپور په بلوچستان های کورټ کې جمع کړ.

د بلوچستان های کورټ د درغلیو د تورونو پلټنو لپاره جوړه جرګګۍ یا ټرېبیونل د جون پر څلورمه د قضیې له اورېدو وروسته د غونډې اورېدنه د جون تر ۱۱مې وځنډوله. ټرېبیونل ریټرننګ افسر ته دا امر هم وکړ چې د جون پر درېیمه د رایو د دوباره شمېرنې د پایلو د راپور یوه کاپي دې د جمیعت علمای اسلام (ف) وکیل ته هم وسپارل شي.

خوشال خان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یو پخواني مشر او سېنېټر عثمان خان کاکړ زوی دی. نوموړی اوس د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشري په غاړه لري.

XS
SM
MD
LG