د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزی وايي د افغانستان او پاکستان ترمینځ دې تجارتي لارې پرانیستې وساتل شي


محمود خان اڅکزی وايي د افغانستان او پاکستان ترمینځ دې تجارتي لارې پرانیستې وساتل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د جون په ۱۰مه د بلوچستان په زیارت کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال وویل، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو ته دې په خلاص مټ د تجارت موقعې ورکړل شي. نوموړي د پاکستان له غاړې د لګول شویو بندیزونو غندنه وکړه او ویې ویل، دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې ولسونو ته یې د تجارت لارې پرانیستې وساتل شي. محمود خان اڅکزي له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ویستلو خلاف هم خپل غږ پورته کړ او ویې ویل، افغان کډوال چې څنګه په عزت راوستل شوي وو، هماغسې په درناوي دې واپس کړل شي، څوک دې په زوره نه ویستل کېږي. نوموړی وايي، هغه افغان کډوال چې پاکستان کې پیدا او لوی شوي، حق لري چې د پاکستان شناختي کارډونه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG