د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په ترهګرۍ تورن شاه زېب خان محاکمه کوي


اېف بي ای وايي د ملګرو ترمینځ د ښو اړیکو په واسطه شاه زېب خان ونیول شو.
اېف بي ای وايي د ملګرو ترمینځ د ښو اړیکو په واسطه شاه زېب خان ونیول شو.

امریکايي چارواکي وايي کاناډا ورته د ترهګرۍ پېښو کې ککړ یو پاکستانی وګړی محمد شاه زېب خان ورسپارلی دی.

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې اېف بي ای مشر کاش پاټيل د جون پر ۱۰مه په خپل اېکس پاڼه لیکلي، د کاناډا چارواکو ورته هلته مېشت پاکستانی وګړی محمد شاه زېب خان سپارلی دی څوک چې اسلامي دولت وسلوالې ډلې یا ISIS ته د مادي ملاتړ د هڅې او د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په تور تورن دی.

په اېکس پیغام کې وړاندې راغلي، پر محمد شاه زېب خان تور دی چې د تېر ( ۲۰۲۴ز ) کال په مني (خزان) کې یې پلان درلود چې د امریکا نیویارک ښار ته ولاړ شي او هلته د اسلامي دولت وسلوالې ډلې په ملاتړ په بروکلین سیمه کې د یهودانو پر مرکز برید وکړي.

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې اېف بي ای مشر کاش پاټيل وايي ۲۰ کلن شاه زېب غوښتل د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر اوومه چې پر اسراییلو د حماس "تروریستي ډلې" د بریدونو د کلیزې ورځ وه، د یهودانو په مرکز برید وکړي.

د نوموړي په وینا د اېف بي ای د ملګرو ترمینځ د ښو اړیکو له وجې دا پلان شنډ کړل شو او محمد شاه زېب خان د ۲۰۲۴ز کال د سېپټېمبر پر څلورمه د کاناډا پولیسو ونیولو.

محمد شاه زېب خان اوس امریکا ته رسول شوی دی او عدالت ته به وړاندې کېږي.

XS
SM
MD
LG