د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي، داسې نه ښکاري چې د الوتکې حادثه کې به څوک ژوندی پاتې وي


چارواکي وايي الوتکه د احمد اباد د هستوګنې سیمه کې پرېوتې ده
چارواکي وايي الوتکه د احمد اباد د هستوګنې سیمه کې پرېوتې ده

د هند د احمد اباد ښار د پولیسو کمیشنر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، داسې نه برېښي چې نسکورې شوې هندۍ الوتکه کې به څوک ژوندی پاتې وي.

جي اېس ملک د جون پر ۱۲مه وروسته له هغې د فرانسې خبري اژانس ته وکړې چې څو ساعته وړاندې چې د هند هوايي کرښې ایر انډیا خبر ورکړ چې د هغوی یوه الوتکه چې له احمد اباده د انګلستان سرښار لندن ته روانه وه او د عملې په ګډون ۲۴۲ کسان پکې سپاره وو، راغورځېدلې ده.

د احمد اباد ښار د پولیسو کمیشنر جي اېس ملک وايي، داسې ښکاري چې له طیارې هېڅوک ژوندی نه دی پاتې. هغه وايي: "دا چې الوتکه په داسې سیمه کې پرېوتې ده چې هلته دفترونه او د هستوګنې کورونه وو نو دا وېره شته چې پر ځمکه به یې هم تلفات اړولي وي."

تر دې وړاندې د هند د هوايي کرښې ایر انډیا مشر ناتاراجن چندراسېکران د جون پر ۱۲مه د یو بیان په خپرولو سره وویل: "په خواشینۍ سره زه دا خبر تاییدوم چې د ایر انډیا ۱۷۱ الوتکه چې له احمد اباده لندن ته یې پرواز درلود، نن د یوې حادثې سره مخامخ شوه."

د فرانسې خبري اژانس د نوموړي له خولې وړاندې لیکلي، هغو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي چې خپلوان یې په دغه الوتکه کې د حادثې ښکار شوي دي.

د نوموړي په وینا یو بیړنی مرکز پرانیستل شوی دی چې په الوتکه د سپرو کسانو کورنۍ ترې معلومات اخیستلی شي.

ایسوسیټېد پریس (اې پي) اژانس د هند د هوايي کرښې د چارواکو په حواله لیکلي دي چې په نسکوره شوې الوتکه کې ۱۶۹ هندیان، ۵۳ برتانویان، اووه پرتګالیان او یو کاناډایی سپاره ول.

هندي چارواکي وايي، نسکوره شوې الوتکه د بویینګ کمپنۍ ۷۸۷ـ ۸ نوې الوتکه وه او تر اوسه یې د غورځېدو علت نه دی معلوم.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي ویلي، د الوتکې حادثه یوه زړه ماتونکې پېښه ده چې اظهار یې په ټکو کې نه شي کېدای. نوموړي پر ټولنیزو رسنیو په خپور کړي پیغام کې ویلي: "د غم په دې ګړۍ کې زما نېکې هېلې او تسلۍ له هغو ټولو کسانو سره دي چې له دې پېښې اغېزمن شوي دي."

د برتانیې وزیراعظم کیېر سټارمر هم په یو بیان کې ویلي دي چې د هندۍ الوتکې نسکورېدو صحنې خپه کوونکې دي. "لندن ته د راروانې الوتکې د نسکورېدو صحنې بوږنوونکې دي. دا الوتکه چې د هند په احمد اباد ښار کې لوېدلې، ورکې برتانویان هم سپاره وو."

احمد اباد د هند شمال لویدیځ ښار دی چې ابادي یې له پینځو میلېونو پورته ده.

XS
SM
MD
LG