پښتانه ملتپال ګوندونه وايي د حکومت د هغه اقدام غندنه کوي چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې غرنۍ ولسي ځمکې د سرکار تر چتر لاندې چلېدونکیو ادارو ته سپاري.
د جون پر ۱۰مه پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان په زیارت او د جون پر ۱۱مه پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په پشین کې په همدې موضوع جلسې وکړې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په زیارت کې جلسې ته د وینا پر مهال وویل، د افغانستان پولې ته نږدې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په سیمو کې د حکومت هېڅ ځمکه یا غر نشته. هغه وویل: "له چتراله یې راواخله تر ګومله بیا تر بلوچستانه پورې دا غرونه مالکان لري. دا له خزانو ډک دي او په یوه یوه برخه یې زموږ ترمینځ مړي شوي دي. اوس حکومت راروان شوی دی وايي، دلته سره زر دي، معدنیات دي، دا موږ وړو او د ای اېم اېف پورونه پرې خلاصوو. موږ دا نه منو."
همدا رنګه د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ د جون پر ۱۱مه د پشین په برشور کې جلسې ته د وینا پر مهال وویل چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په غرونو کې د شاملاتو یا ولسي ملکیت حکومتي ادارو ته د سپارلو پر ضد به پښتون ولس راغونډوي.
نوموړي وویل: "حکومت په پوره پښتون افغان وطن کې له بولانه تر چتراله په کروړونو اېکړه ځمکه نیول غواړي. دا ځمکه چې له ما او تا نیسي نو زموږ به ملا ماته شي. د دې پر ضد به موږ کله راووځو؟ د خپل عزیز او خپلوان سره په یوه ټوټه ځمکه سره وژنو خو دلته بیا غلي یو، په دې کې مو تاوان دی."
خوشال خان خان کاکړ پر ولس او نورو سیاسي ګوندونو هم غږ وکړ چې د پښتنو په دې مهمه مسله دې سره سره راټول شي او په شریکه دې خپل غږ پورته کړي.
بل پلو حکومت په وار وار د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د غرنیو ځمکو د نیولو خبره رد کړې ده خو دا یې ویلي دي چې دواړه سیمې له معدنیاتو ډکې دي او حکومت هڅه کوي چې بهرني پانګوال دغو سیمو ته راولي او پانګونې ته یې وهڅوي.