ایران وايي اسراییل به د برید سختې او دړدونکې پایلې وویني
اسراییل خبردار ورکړی دی چې پر ایران به دې بریدونو ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې د دوی په وینا، ایران یې د ایټمي وسلو له جوړولو نه وي ګرځولی . بلخوا د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي خبرداری ور کړی دی چې اسراییل به د دې برید سختې پایلې وویني. پر دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس له ويډيوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.