د ایران په پلازمېنه تهران کې مېشت یو شمېر افغانان وايي چې د دې ښار پر ځینو برخو د اسراییلو له بریدونو وروسته په ستونزمن او ګډوډ حالت کې بند پاتې دي.
دوی له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې له ښاره د وتلو لارې تړل شوې دي، دوکانونه بند او نه پوهیږي چې چیرې ولاړ شي.
د ایران په کرج کې د ازاد اسلامي پوهنتون د نشراتو مدیر او مشر او په تهران کې بل مېشت افغان سید محمد صدیق فایز مشال راډیو ته وویل چې په دې ښار کې د تیرو څو ورځو بریدونو افغانانو ته هم مرګ ژوبله او زیانونه اړولي دي.
هغه وویل، "د دې بریدونو په لړ کې زموږ یو کډوال چې د سالنګ و او په تهران کې اوسېده، ووژل شو او زموږ ډېری هېوادوال ټپیان او بېکوره شوي دي."
د اسراییلو د دفاع وزیر له خوا پر تهران د نورو بریدونو د امکان په اړه تر خبرداري وروسته، په دغه ښار کې یو شمېر میشت افغانان وايي چې د جګړو د دوام په صورت کې به د دوی د ژوند شرایط او امنیت نور هم کړکیچن او له سختو اندیښنو سره مخ شي.
دوی وايي، له یاد ښاره د وتلو لارې بندې دي، دوی د پناه وړلو لپاره هیڅ ځای نه لري او اړ دي چې په دې نازک اونارامه حالت کې همداسې پاتې شي.
په تهران کې یوې مېشتې افغان کډوالې د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل، دوی ته ویل شوي چې د اړتیا په صورت کې د ځان ساتنې لپاره مټرو ګانو یا جوماتونو ته ننوځي.
دې وویل، "ټول (افغانان) همدلته یو، خو هغه ایرانیان چې زموږ کوڅو کې اوسېدل ډېری یې له دې ځایه ولاړل، هر یوه یې موټرې اوپاسپورټونه درلودل، خو نه پوهېږم چې چېرې ولاړل،دکانونه او مغازې ټولې تړلې دي، نن څوک کار ته ولاړل نه، موږ د ښارمرکز کې یو، هغه ځایونو باندې یې چې بریدونه کړي له موږ نه تقریباً له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو واټن لري."
دا په داسې وخت کې ده چې د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاټز تورن کړی چې د ده په وینا، په ارادي توګه په اسراییل کې هغه سیمې په نښه کوي چې عام ولس پکې ژوند کوي.
نوموړي ګواښ کړی چې "د تهران خلک به یې بیه پرې کړي."
کاټز دا خبرداری له هغه وروسته ورکړ چې ایران د جون پر ۱۶مه سهار د اسراییلو پر تل ابیب او حیفا ښارونو نوي راکټي بریدونه وکړل.
په ورته وخت کې د اسراییلو پوځ د جون پر ۱۶مه پر خپله ایکس پاڼه په یو پیغام کې اعلان وکړ چې دا عملیات به د تهران د دریمې سیمې په شاوخوا کې پوځي تاسیسات په نښه کړي.
د اسراییلو د بیړنیو خدماتو ادارې ویلي چې د جون پر ۱۶مه د ایران په بریدونو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.
له دې سره په تیرو څلورو ورځو کې په اسراییلو کې د ایران د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ او د ټپیانو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شوی دی.
د ایران د روغتیا وزارت تایید کړې چې د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او له ۱۲۷۰ ډیر نور ټپیان شوي دي.