د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغان ډرایورانو ته کلنۍ وېزې ورکوي


پاکستان افغان ډرایورانو ته کلنۍ وېزې ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

په کابل کې د پاکستان سفارت د جون پر ۲۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې دي چې افغان ډرایورانو او ټرانسپورټرانو ته د یوه کال د مودې داسې وېزې ورکوي چې هغوی به پرې هر څو ځلې چې وغواړي پاکستان ته تګ راتګ کولی شي. دا اوږدمهاله وېزه ۱۰۰ ډالره فیس لري او د پاکستان د شناختي کارتونو د ادارې (نادرا) پر وېبپاڼه کې یې لېنک اېښودل شوی دی. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی وايي، دا یو رغنده ګام دی او افغان ټرانسپورټ لرونکیو او ډرایورانو ته یې ګټه رسېږي خو د نوموړي په وینا که فیس کم شي نو ښه به وي. ځيني ډرایوران وايي، هغوی د کم یا نه تعلیم له وجې په ان لاین ډول وېزې ته درخواست نه شي کولی نو په تورخم کې دې ورته پر پاسپورټونو سټیکرې ولګول شي. د پاکستان حکومت وايي، د پولې د سنبالولو د کړنلارې له مخې پر تورخم دروازه د پارسپورټ شرط لازمي کړی دی.

XS
SM
MD
LG