د میرامشا بازار دوکانداران وايي ۱۱ کاله پس هم د ړنګو دوکانونو معاوضه نه ده ورکړل شوې
د میرامشا بازار په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان د پوځ لخوا د ضرب عضب عملیاتو پر مهال ړنګ کړل شوی وو. حکومت په ځان منلې وه چې د دغه بازار دوکاندارانو او مالکانو ته به معاوضه ورکوي. خو اوس د جون پر ۲۵مه ځینو دوکاندارانو مشال راډیو ته وویل، دوی ته لا هم پیسې نه دي ورکړل شوي. بل پلو د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل چې د یاد بازار درېنیمو زرو پورې دوکاندارانو ته معاوضې ورکړل شوې دي او نورو ته به هم زر ورکړل شي. نور حال په دې راپور کې: