اسراییلي بریدونو کې وژل شوي ایراني چارواکي خاورو ته وسپارل شول
په ایران کې نن د هغو لوړپوړو پوځي قومندانانو او اټومي کارپوهانو د جنازې دولتي مراسم ترسره شول چې د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي وو. د هغوی تابوتونه د زرګونه کسانو په حضور کې د تهران د ازادۍ میدان ته ولېږدول شول. د جنازې په مراسمو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو. نور حال د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ راپور کې: