د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تل ابیب او تهران خلک عادي ژوند ته راګرځېدلي دی


د تل ابیب او تهران خلک عادي ژوند ته راګرځېدلي دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:09 0:00

اسراییل او ایران تر ۱۲ ورځو پورې د یو بل پر ضد بریدونه وکړل خو د جون پر ۲۴مه یې ترمینځ اوربند وشو. له اوربنده وروسته په دواړو ښارونو کې اوسېدونکي نورمال ژوند طرف ته د راګرځېدو په حال کې دي. د تل ابیب په یافا ساحل ښځي، سړي او ماشومان د ابوبو په خوا کې لوبې کوي. هلته په تهران کې بیا خلک د خپلو کنډر کنډر کورونو مخې ته ولاړ دي او په دې فکر کې دي چې ژوند چې په کوم ځای درېدلی وو، له هغه ځایه یې څنګه یوارې بیا پیل کړي؟ د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په هڅو د اسراییلو او ایران ترمینځ اوربند نازک دی خو خلک ترې ډېرې تمې لري. د رایټرز او اې پي اژانس له ویډیوګانو جوړ راپور دلته وګورئ:

XS
SM
MD
LG