اېمل ولي خان: د ناامنۍ ختمولو لپاره جرګې او عملیات دواړه "ناکام او بدنام" شول
د عوامي نیشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان وايي، تر هغو چې د پاکستان د ریاست یا دولت "ګټه په جنګ" کې وي، په هېواد کې حالات نه شي ښه کېدای او امن نه شي راتللای. نوموړي دا خبره د جولای پر درېیمه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې کړې. ده وویل، په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د امنیت لپاره "جرګې هم وشوې او عملیات هم، خو دواړه ناکام او بدنام" شول. خان وايي، د دې لامل دا دی چې د پاکستان اقتصاد "پر جنګ" تکیه دی. البته هغه ټینګار وکړ چې د "ترهګرۍ" د ختمولو لپاره د هغو هدفي عملیاتو ملاتړ کوي چې ولسي خلک پکې "۱۰۰ فیصده" خوندي وي. تر نوموړي مخکې ځینو نورو حکومت مخالفه سیاستوالانو او مخکښو فعالانو هم تور پورې کړی چې امنیتي اداره (اېسټیبلېشمنټ) له "جنګي اقتصاده" ګټه اخلي. خو د پاکستان حکومت او پوځ دا دعوې تل رد کړې دي او ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد یې په مبارزه کې "لویې قربانۍ" ورکړې دي. له دې پرته حکومت او پوځ دا هم وايي چې د ناامنۍ ختمولو ته ژمن دي او هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي. اېمل ولي خان په مرکه کې د پاکستان پر سیاست، د افغانستان پر وضعیت، له اېسټیبلېشمنټ سره د عوامي نیشنل ګوند پر اړیکو، د پښتون ملتپالو ګوندونو ترمینځ پر اختلاف او د خپل ګوند د پخواني مشر اسفندیار ولي خان پر روغتیايي وضعیت هم غږېدلی دی. بشپړه مرکه وګورئ.