د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د تیرا او باړې پرمختیايي کارونو ته ۳ اربه روپۍ بېلې کړې دي


په دې پروګرام کې د سړکونو جوړول او ترمیم هم شامل دي - پخوانی انځور
په دې پروګرام کې د سړکونو جوړول او ترمیم هم شامل دي - پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا حکومت په خپل نوي کلني پرمختيايي پروګرام کې د خيبر ضلعې د تيرا او باړې سيمو لپاره شاوخوا درې اربه (مېلیارده) روپۍ بېلې کړې دي.

حکومت د جولای پر درېيمه په يوه اعلاميه کې ویلي، دا پيسې به د لويو سړکونو پر جوړولو، د عامه صحت او په نشو د روږدو کسانو د بيا بحالۍ مرکزونو او داراز د ناامنۍ په پېښو کې د ويجاړو شويو سکولونو د بيا رغونې پر چارو مصرفېږي.

خو د باړې سياسي اتحاد صدر او قومي مشر هاشم خان اپرېدي د جولای پر درېيمه مشال راډيو ته وويل، حکومت له تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو راهيسې داسې اعلانونه کوي او عملي کوي يې نه. نوموړي زياته کړه چې د ترقياتي کارونو لپاره لازمه ده چې لومړی په تيرا او باړه کې بشپړ امنيت وي.

بلخوا په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د خيبر د خلکو يو استازي او په هغه ضلع کې د ترقياتي کارونو د کمېټې مشر عبدالغني اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې حکومت به پوره کوښښ وکړي چې د تيرا او باړې د پرمختيا لپاره بېلې کړې پيسې په اغېزناکه توګه مصرف شي.

XS
SM
MD
LG