د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د تیرا او باړې لپاره د پرمختیايي پروژو منظوري ورکړه


په پاکستان زیاتره پرمختیايي پروژې ټېکه داران تر سره کوي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان زیاتره پرمختیايي پروژې ټېکه داران تر سره کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د مالي چارو څانګه وايي د تيرا سیمې د بدامنۍ ځپلو سيمو لپاره يې د څه د پاسه دوه اربه روپيو پرمختيايي پروژو منظوري ورکړې ده.

د خیبر پښتونخوا د مالي چارو څانګې لخوا د مې پر ۱۵مه مشال راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې پروژو کې د تيرا له دوه توی سیمې نه تر حیدر کنډو پورې د ۲۸ کلومېټره سړک جوړول هم شامل دي.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د تیرا او باړې خلکو استازی عبدالغني اپرېدی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تړاو لري، د مې پر ۱۵مه یې مشال راډیو ته وويل چې دغه سړک به د تيرا يو شمېر لرې پرتې سيمې له يو بل سره ونښلوي او خلکو ته به په تګ راتګ کې اسانتیا برابره شي.

خلک وايي که امن وي نو د تعلیم، صحت او سړکونو سهولتونه هم غواړي - انځور له ارشیفه
خلک وايي که امن وي نو د تعلیم، صحت او سړکونو سهولتونه هم غواړي - انځور له ارشیفه

نوموړی وايي دغه راز د دوی حکومت به کوشش کوي چې خلکو ته د صحت، تعليم او د ژوند ټولې بنيادي اسانتياوې ورکړي.

عبدالغني اپرېدی زیاتوي چې په نوي بجټ کې چې د جون په میاشت کې به وړاندې کېږي، د يادو پروژو لپاره پيسې مختص کېږي.

بلخوا د باړې او تیرا مشران او سیاسي فعالان وایي د ترقیاتي پروژو په منظورۍ خوشاله دي خو لومړی دې حکومت د دوی په سیمو کې امنیت پر ځای کړي.

دوی وايي که په سیمه کې امن نه وي نو بیا ګرانه ده چې ترقیاتي پروژو ته عملي بڼه ورکړل شي. د باړې یو مشر هاشم خان مشال راډیو ته وویل: "لومړی امن ضروري دی چې امن وي نو نور کارونه به عملي کېږي. موږ ته د تعلیم، صحت او تګ راتګ اسانتیاوې پکار دي."

دا په داسې حال کې ده چې په تيرا کې په دې ورستيو کې یو وارې بیا بدامني زياته شوې ده. د سیمې خلک وايي د وسلوالو او پوځيانو ترمینځ په نښتو کې هم اکثره عام وګړي وژل کېږي.

بلخوا په خیبر ضلع کې میشتو امینتي ځواکونو په تیرو یو شمیر جرګو کې ځایې مشرانو ته ډاډ ورکړی دی چې په تیرا کې یې د وسلوالو پرضد موثره عملیات پیل کړي او هلته به زر امن قایم کړي.

XS
SM
MD
LG