د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پخواني ملګري او د نړۍ تر ټولو شتمن کس اېلان مسک د یو نوي ګوند جوړولو اعلان کړی دی.
نوموړي د جولای پر پینځمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ولیکل چې د "امریکا ګوند" په نوم د حزب جوړولو هدف د هېواد "یو ګوندي نظام" چیلېنجول دي.
مسک تر دې مخکې د جولای پر څلورمه د امریکا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت پر اېکس یوه نظرپوښتنه خپره کړې وه چې پکې یې له خلکو د نوي ګوند جوړولو یا نه جوړولو په اړه رایې غوښتې وې.
پر هغه نظرپوښتنه څه باندې ۱،۲ مېلیونه وګړو رایه ورکړې چې ورڅخه یې ۶۵،۴ سلنه د نوي ګوند جوړولو په حق او پاتې یې په مخالفت کې ول.
په امریکا کې له ډېموکراټ او رېپبلېکن (جمهوري غوښتونکو) پرته نور ګوندونه هم شته خو سیاسي نظام یې داسې جوړ دی چې یوازې هغه لوی ګوندونه په کانګرس کې اکثریت ترلاسه کوي او ولسمشر هم د ډېموکراټ یا جمهوري غوښتونکي ګوند غړی وي.
هغه دواړه ګوندونه له شاوخوا دوو پېړیو راهیسې پر امریکا واکمن دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د مسک ګوند به د ۲۰۲۶ز کال پر منځمهاله انتخاباتو اغېز ولرلای شي او که څنګه.
د ټېسلا، اېکس او سپېس اېکس شرکتونو خاوند اېلان مسک تېر کال د ولسمشرۍ انتخاباتي کیمپېن پر مهال د ټرمپ سیاسي او مالي ملاتړ کړی وو. د ټرمپ تر واکمنېدو څو میاشتې وروسته هم نوموړی له هغه سره نېږدې پاتې شو خو د مې په پای کې یې ورسره د لګښتونو او مالیو په اړه له قانوني مسودې پر سر اختلاف وکړ او ورسره یې لاره بېله کړه.
مسک ویلي ول چې که هغه مسوده منظوره شي نو خپل ګوند جوړوي.
د امریکا د کانګرس دواړو خونو په وروستیو کې هغه مسوده تایید کړه چې ټرمپ د جولای پر څلورمه لاسلیک کړه.