د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ایران کې له افغان کډوالو او مذهبي او توکميز (نسلي) لږکیو سره پر توپیرپالنې، د هغوی پر نیولو او پر وړاندې یې پر تاوتریخوالي اندېښنه ښوولې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د جولای پر څلورمه د هغو کارپوهانو د موندنو پر اساس په بیان کې ویلي دي چې په ایران کې سلګونه افغانان او لږکي د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
هغو کارپوهانو له افغان کډوالو سره د "تاوتریخوالی او ناسم چلند" د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.
په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته زیاتې شوې چې تېره میاشت تهران د ایران پر پوځي اهدافو او اټومي مرکزونو د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې بهرنیان تل ابیب ته په جاسوسۍ تورن کړل. له دې سره سم، تر ډېره هلته مېشت افغان کډوال له ستونزو، نیولو او ان د عامو وګړو له تبعیض سره مخامخ شول.
په همدې حال کې پر ټولنیزو رسنیو هم داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ظاهراً پکې ځینې عام ایراني وګړي او ایراني امنیتي ځواکونه افغان کډوال ځوروي، وهي، ټکوي او توهینوي یې. مشال راډیو د هغو ویډیوګانو کره والی نه شي تاییدولای.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر وايي، د ایران او اسراییلو ترمینځ له جګړې پیلېدو راهیسې تهران د درې کردانو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه "اسراییلو ته د جاسوسۍ" په تور اعدام کړي دي.
بیان کاږي، "د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو، خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو، بهرنیو وګړو - په ځانګړي ډول افغانان - او د بهایانو، کردانو، بلوڅانو او اهوازي یا خوزستاني عربانو په څېر د نسلي او مذهبي لږکيانو سلګونه وګړي" له اسراییلو سره د "همکارۍ یا جاسوسۍ په تور نیول" شوي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نیول شویو کسانو د قضیو چټکولو په اړه د ایرانیو چارواکو پر بیانونو هم زښته اندېښنه ښوولې ده او ویلي یې دي چې له دې سره هغه کسان د مناسب قانوني بهیر له ترسره کېدو پرته د اعدام یا سزا له لا زیات خطر سره مخامخ شوي دي.
دوی ویلي چې د ایران پارلېمان اوس پر یوه داسې قانوني مسوده کار کوي چې پکې د "دښمنو حکومتونو" لپاره جاسوسي "فساد فی الارض یا په هېواد کې د فساد خپرول" بلل غواړي چې د دې سزا مرګ ده.
تهران لا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د بیان او کارپوهانو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د سلګونو کسانو نیول یې تایید کړي او داراز یې په وروستیو کې د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي چې یوازې د جولای پر لومړۍ نېټه ایران ۴۳،۰۰۰ افغانان هېواد ته ستانه کړل. د ادارې په وینا، تهران سږ کال تر اوسه یو مېلیون افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ورستنېدونکو چارو کمېسیون هم وايي چې له ایرانه هره ورځ زرګونه کډوال وطن ته لېږدول کېږي.
د کمېسیون په وینا، یوازې د جولای پر دویمه نېټه ۵،۰۰۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته واوښتې.
ایراني چارواکي وايي، د جولای تر شپږمې نېټې پورې یې بې اسناده افغانانو ته ضرب الاجل ورکړی دی چې خپل وطن ته دې واپس شي او تر هغې وروسته به د کډوالو د ایستلو لړۍ لا پسې چټکه شي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي، ایران یوازې په جون کې کې تر ۲۳۰،۰۰۰ زیات ډېر افغانان هېواد ته لېږدولي دي. سازمان د جون پر ۳۰مه په یو بیان کې وویل، ایران ډېری کډوال په زور له خپلې خاورې ایستلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د جون پر ۲۶مه په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدو پر مهال له نوموړي غوښتنه کړې وه چې افغان کډوال دې په تدریجي ډول او د یو مېکانیزم له مخې افغانستان ته ولېږدوي. ایراني سفیر هغه مهال متقي ته ویلي ول چې د کډوالو موضوع به له خپل حکومت سره شریکه کړي.