د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني ولسمشر روسیې ته د سولې د خبرو نوي پړاو پیلولو وړاندیز کړی دی


وولودیمیر زېلېنسکي په روم کې خبري غونډې ته وینا کوي - د جولای ۱۰مې انځور.
وولودیمیر زېلېنسکي په روم کې خبري غونډې ته وینا کوي - د جولای ۱۰مې انځور.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي مسکو ته په راتلونکې اونۍ کې د سولې د خبرو نوي پړاو پیلولو وړاندیز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تېرې میاشتې په خبرو کې پرمختګ و نه شو.

زېلېنسکي د جولای ۱۹مې پر ماښام په خپله ورځنۍ وینا کې وویل، "اوربند ته د رسېدو لپاره باید هر څه وشي. "

ولسمشر وویل، روسیه باید له پرېکړو کولو پټېدل ودروي.

نوموړي یو ځل بیا وویل چې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره مخامخ لیدو ته تیار دی او زیاته يې کړه چې د "دوامداره سولې لپاره د مشرانو د کچې ناسته اړینه ده."

مسکو لا د اوکرایني ولسمشر وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ویلي چې د خبرو بل پړاو ته تیار دی، البته په عین وخت کې پر اوکراین هوايي حملې هم زیاتې کړې دي.

د مې او جون په لومړیو کې په استنبول کې د روسیو او اوکراینیو چارواکو ترمینځ د مستقیمو خبرو دوه پړاوونه وشول چې په پایله کې د د بندیانو تبادله او یو بل ته د وژل شویو سرتېرو د جسدونو سپارلو پرېکړه شوې وه خو هغو مذاکراتو اوربند ته لاره هواره نه کړای شوه.

خو دا خبرې د اوربند په ترلاسه کولو کې کومه لاسته راوړنه نه درلوده، څو د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ له یرغل راهیسې پیل شوی شخړه پای ته ورسوي.

روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.

XS
SM
MD
LG