د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او بنګلادېش سبا په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي


بنګلادېشي او پاکستاني لوبغاړي د جولای ۲۰مې تر سیالۍ وروسته له یو بل سره روغبړ کوي.
بنګلادېشي او پاکستاني لوبغاړي د جولای ۲۰مې تر سیالۍ وروسته له یو بل سره روغبړ کوي.

د پاکستان او د بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۲۰ اووره سیالیو په دویمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د ډاکې په شېر بنګلا نړیوال لوبغالي کې د جولای ۲۲مې سیالي د پېښور پر وخت د مازیګر پر پینځو او د کابل پر څلور نیمو بجو پیلېږي.

د جولای پر ۲۰مه کوربه لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. د ډاکې په لوبغالي کې د سیالۍ پچه بنګلادېش وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

د پاکستان توپوهونکو (بیټرانو) ښه لوبه و نه کړای شوه او په یو بل پسې ژر، ژر وسوځېدل. د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۰م اوور کې په ۱۱۰ منډو وسوځېده. فخر زمان ۴۴، عباس اپرېدي ۲۲ او خوشدل شاه ۱۷ منډې وکړې.

د بنګلادېش تسکین احمد درې او مستفیض الرحمان دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې کوربه لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۶م اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. پروېز حسین ایمان ۵۶ منډې وکړې، ناسوځېدلی پاتې شو او د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جولای پر ۲۴مه په وروستۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.

تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمینځ د درې ۲۰ اووره کرکټ یوه لوبلړۍ د مې په پای او جون په پیل کې په پاکستان کې ترسره شوې وه چې پکې درېواړه سیالۍ پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې.

XS
SM
MD
LG