د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کانګو کې وسلوالو پر کلیسا برید کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژلي دي


په کانګو کې امنیتي سرتېري تر یوې چاودنې وروسته د پېښې د ځای جاج اخلي - د ۲۰۱۲ز کال د مارچ اوومې انځور.
په کانګو کې امنیتي سرتېري تر یوې چاودنې وروسته د پېښې د ځای جاج اخلي - د ۲۰۱۲ز کال د مارچ اوومې انځور.

په افریقايي هېواد کانګو کې پر یوې کلیسا په وسلوال برید کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي دي.

اسوشيېټېد پرېس او رویټرز اژانسونو ویلي دي چې پېښه د جولای پر ۲۷مه شپې شاوخوا یوه بجه د هېواد په ختیځ کې په کوماندا سیمه کې شوې ده.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د دیودونې دورانتابو په نوم مدني ټولنې د یو مشر په حواله ویلي دي چې د متحدو ډېموکرټیکو ځواکونو په نوم د ډلې وسلوالو د کلیسا په انګړ کې برید وکړ او په سیمه کې یې څو کورونه او دوکانونه هم سوځولي دي.

اژانس وايي، اسلامي دولت (داعش) د هغې وسلوالې ډلې ملاتړ کوي.

د مدني ټولنې هغه مشر وايي چې وسلوالو د کلیسا دننه او بهر خلک وویشتل.

هغې وسلوالې ډلې روانه میاشت په اېتوري سیمه کې لسګونه کسان ووژل. د ملګرو ملتونو ویاند هغه پېښه د "ګڼوژنې" په نوم یاده کړې وه.

XS
SM
MD
LG