پولیس: د باجوړ عملیاتو کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي
د باجوړ پولیس وايي، په سیمه کې د جولای له ۲۹مې راهیسې د وسلوالو پر ضد په پیل شویو عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي او تر پینځو زیات ژوبل دي. یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، د جولای پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، پوځ عملیات کوي او پولیسو پر سړکونو ناکې لګولې دي او تالاشۍ کوي. د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور او عوامي نیشنل ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) عملیات غندلي او د درولو غوښتنه یې کړې ده. ګنډه پور د جولای پر ۲۹مه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، په باجوړ کې د عملیاتو پر مهال "بې ګناه خلک وژل " شوي دي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ پرضد په جګړه " کې ولس زیانمنېږي. د پاکستان پوځ لا د عملیاتو او ګنډه پور د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د باجوړ انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) د جولای پر ۲۹مه په یو فرمان کې د لوی ماموندو د ۱۶ کلیو اوسېدونکو ته امر کړی وو چې د درې ورځنیو عملیاتو پر مهال دې له کورونو نه وځي. د عملیاتو له وجې له لوی ماموندو څخه لسګونه کورنیو کډې کړې دي. تفصیل په رپورټ کې.