د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې وېسټ انډیز ته په ۱۳ منډو په ماتې ورکولو لوبلړۍ په خپل نوم کړه.
د دواړو لوبډلو ترمینځ د امریکا د فلورېډا ایالت په لوبغالي کې د اګست پر څلورمه د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) غوره کړه.
پاکستان په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ۱۸۹ منډې وکړې. صاحبزاده فرحان ۷۴، صایم ایوب ۶۶ او حسن نواز ۱۵ منډې وکړې.
د وېسټ انډیز روسټن چېس، جېسن هولډر او شمار جوزف یوه، یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې وېسټ انډیزۍ لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړای شوې. الېک اتېنازې ۶۰، شېرفېن ردرفورډ ۵۱ او جول اینډرو ۲۴ منډې وکړې. د پاکستان سفیان مقیم، محمد نواز او حارث رووف یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.
تر دې یوه ورځ مخکې وېسټ انډیز د لوبلړۍ دویمه او د اګست پر لومړۍ نېټه پاکستان لومړۍ سیالي ګټلې وه.
د پاکستان محمد نواز د ۲۰ اووره کرکټ د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
وېسټ انډیز او پاکستان په اګست کې د درې یو ورځنیو یا ۵۰ اووره سیالیو لوبلړۍ هم لري چې لومړۍ هغه یې د اګست پر اتمه، بیا پر ۱۰مه او وروستۍ یې پر ۱۲مه د وېسټ انډيز په براین لارا لوبغالي کې ترسره کېږي.